د ولسي جرګې اداري پلاوی د سولې په اړه د وسله والو طالبانو له وروستي دریځه هرکلی کوي او وایي، طالبان باید دا هر څه په عمل کې ثابت کړي. د ولسي جرګې د مرستیال منشي او د نړیوالو اړیکو یو شمېر افغان کارپوهان د سولي په اړه د وسله والو طالبانو وروستۍ څرګندونې یو سیاسي پرمختګ بولي او وایي، طالبان په دې پوهېدلي چې په یوازې ځان او جګړې له لارې واک ته رسیدل ستونزمن دي نو باید له سوله ییزو لارو واک ته د رسېدو هڅه وکړي. په ورته وخت کې د یادې جرګې منشي هم وایي، د طالبانو دا دریځ د سولې په برخه کې ښه پرمختګ دی او دا ډله باید نور د پردیو له فرمایشونو پرته په ګډه د افغانستان راتلونکي ته کار وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د وسله والو طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تېره ورځ اسوشیټیډ پرس اژانس ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې دوی په یوازې ځان په افغانستان کې د واکمنۍ لیوالیتا نه لري.




































