د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوه ورځ تر هغه وروسته غبرګون ښودلی چې امریکایي سناتورانو له افغانستان او سوريې د سرتېرو د ایستلو طرحې ته رد رایه ورکړه. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي په افغانستان او سوریه کې وضعیت ورته ګډوډ ښکاريږي او په دغه هېوادونو کې جګړې او لګښتونه پای نه لري. دده په وینا په ټاکنیزو کمپاینونو کې یې ژمنه کړې وه چې جګړې به پای ته رسوي نو له همدې امله غواړي خپل سرتېري له سوریې او افغانستان وباسي. ټرمپ وايي هر کال په افغانستان کې پر جګړه پنځوس میلیارده ډالر لګوي، نو ځکه باید له دغه هېواد خپل سرتېري وباسي. امریکايي سناتورانو د رایو په اکثریت هغه طرحې ته رایې ورکړې چې له مخې یې ټرمپ نه شي کولی له افغانستان او سوریې خپل ځواکونه وباسي. ټرمپ تر دې وړاندې هم ویلي، همدا چې له طالبانو سره د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي نو خپل ځواکونه به له افغانستان وباسي. ټرمپ وايي دوی له طالبانو سره خبرو ته هم ادامه ورکوي.




































