له افغانستان د امریکايي ځواکونو په وتلو کې بېړه به دلته خونړیو پېښو ته لار هواره کړي. د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس عمر داوودزي په خپله نوې مرکه کې ویلي سوله د افغان حکومت او افغانانو لپاره لومړیتوب دی، خو دغه سوله باید د افغان حکومت حیثیت خوندي کړي. دده په خبره امریکايي چارواکو ته هم په کار ده، چې د ځواکونو په ایستلو کې بېړه و نه کړي ځکه په دې سره به افغانستان د خونړۍ جګړې په ډګر بدل شي. دده په وینا د سیمې ځينې هېوادونه په افغانستان کې لاسوهنه کوي، دوی عملا د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي نو په دې کې شک نشته چې د سولې په لار کې به خنډ جوړوي او د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به د ترهګرو ملاتړ لا ډېر کړي. ده ټینګار کړی چې د سولې هر ډول خبرې باید د افغان حکومت او افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره شي.




































