افغان حکومت، له افغانستان او سوریې د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مخالفت په اړه د امریکا د سنا جرګې له لوري د تصویب شوې لایحې هرکلی کړی. د امریکا سنا جرګې له لوري له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرخلاف د یوې لایحې له تصویب وروسته، اجراییه ریاست له دغې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو حضور ته سخته اړتیا ده. د یاد ریاست مرستیال ویاند امید میثم ویلي، لا هم ترهګر د دواړو هېوادونو د ګټو پر وړاندې جنګېږي او اړینه ده چې امریکایي سرتېري په دغه هېواد کې د سولې د ټینګښت او له ترهګرو سره د مبارزې په موخه حضور ولري. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا سنا جرګې چې جمهوریت غوښتونکي پکې اکثریت دي، د پنجشنبې په ورځ له افغانستان او سوریې د امریکایي ځواکونو له وتلو سره مخالفت څرګند کړ او په دې اړه یې یوه لایحه هم تصویب کړه، چې پکې ویل شوي ترهګرې ډلې لا هم افغانستان او سوریه کې حضور لري او شتون یې د یادو دواړو هېوادونو او امریکا ګټو ته ستر ګواښ دی.




































