دوشنبه, مې 4, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کندهار؛ هر کال شاوخوا ۵۰ زره ټنه خوراکي غوړي تولیدېږي

    مولوي ګل حسن حسن؛ په مسکو کې د قفقاز نړیوال پانګیز فورم کې ګډون کړی

    د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

    ترانسپورټ وزارت: په برېښنايي سیستمونو کې له ۱۰۷ زرو ډېر موټر ثبت شوي

  • نړۍ

    راپور: هرمز تنګي کې زرګونه سمندري کارکوونکي بند پاتې دي

    ډونالډ ټرمپ: د ایران پر ضد د پوځي بریدونو د بیا پیل احتمال شته

    په مکسیکو کې د بس چپه کېدو په پېښه کې ۴۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښې

    پنټاګون: له ایران سره د جګړې لګښت تردې دمه ۲۵ ملیارډ ډالرو ته رسیدلی

    متحده عربي امارات؛ د تېلو صادرونکو هېوادونو له سازمانه د وتلو اعلان وکړ

    تازه نظرپوښتنه: د ټرمپ د تایید کچه تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوې

    سپینه ماڼۍ: له ایران سره حساسې خبرې به د رسنیو له لارې ونه شي

    سویلي سوډان؛ د مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو پېښه کې ۱۵ کسان مړه شوي

    د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ایران او امریکا استازو لفظي شخړه کړې

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه افغانستان

عمر داوودزی: د امریکایي ځواکونو بې پلانه وتل افغانستان د خونړۍ جګړې پر ډګر بدلوي

فبروري 3, 2019
in افغانستان
0 0

په دې وروستیو کې د امریکایي ځواکونو د وتلو له ګنګوسو سره سم، په کور دننه د ځینو سیاستوالو اندېښنې او پوښتنې هم ډېرې شوې دي. ډېری سیاستوال او د ملي یووالي حکومت چارواکي په دې اند دي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور د حکومت په ګټه دی او وتل به یې هېواد له ناامنیو او جګړو سره لاس او ګرېوان کړي.

له دې ډلې د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس محمدعمر داوودزي، په خپله نوې مرکه کې ویلي چې بهرني ځواکونه دې د بیړې پر ځای، د یوه منظم پلان له مخې له افغانستانه ووځي. د نوموړي په خبره، د یوه پلان له مخې او په منظمه توګه د امریکايي ځواکونو وتل د افغانستان پر وضعیت منفي اغېز نه شي لرلی، خو په دې برخه کې بیړه به هېواد د خونړیو جګړو پر ډګر بدل کړي. نوموړي زیاته کړې: «که له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل له کوم مهالوېش پرته ترسره شي، یوه ستره تشه به رامنځ ته شي او په پایله کې به یې افغانستان د خونړیو جګړو پر ډګر بدل شي».

نوموړي له سي ان ان سره په تازه مرکه کې ویلي، امریکا ته پکار ده چې په افغانستان کې روان وضعیت په دقیقه توګه وارزوي او تر ارزونې وروسته د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه پرېکړه وکړي. د داوودزي په خبره، د بهرنیو ځواکونو ناڅاپي او بې پلانه وتل دلته تشه رامنځ ته کولی شي او دا تشه ناامنیو او بې ثباتیو ته لار هواروي.

د سولې شورا دغه لوړپوړي چارواکي پر بین‌الافغاني مذاکراتو ټينګار کړی دی او په خبره یې په هېواد کې روانه جګړه یوازې او یوازې د خبرو او مذاکراتو پر مټ د حل وړ ده. د هغه په خبره، دا مذاکرات باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره شي. نوموړي همدا راز ویلي چې طالب مشران هم له افغان حکومت سره خبرو ته لېواله دي، خو وېره لري چې له افغان حکومت سره خبرو ته د طالب مشرانو حاضرېدل به د دې ډلې د جنګیالیو روحیه کمزورې کړي. داوودزي زیاته کړې: «زه فکر کوم د طالبانو مشران له دې وېره لري، چې د امریکا له لوري د سرتېرو د ایستلو مهالوېش تر اعلان وروسته، که دوی له افغان لوري سره خبرو ته کېني، دا کار به د جګړې په لیکو کې د هغوی د قوماندانانو او جنګیالیو پر روحیه منفي اغېز وکړي او هغوی ښايي داسې و انګېري چې ولې موږ جګړه کوو، په داسې حال کې چې تاسو خبرې کوئ.»

عمر داوودزی داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د سرتېرو د ایستلو په اړه له خپلې پرېکړې دفاع کړې ده. هغه په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال یې ژمنه کړې وه، چې په ټولو هېوادونو کې به د امریکا جګړې ختموي. د نوموړي په خبره، اوس د دې وخت دی چې پر خپله ژمنه عمل وکړي او له افغانستان او سوریې خپل ځواکونه وباسي.

نوموړي د افغانستان او سوریې جګړه پېچلې بللې ده او په خبره یې په دغو جګړو کې نه د ناندریو د ختمېدو پای ښکاري او نه هم د لګښتونو د پای ته رسېدو کوم څرک شته. ټرمپ ویلي، امریکا هر کال د افغانستان پر جګړه تر پنځوس میلیارده پورې ډالر لګوي، نو د دې اړتیا ده چې د امریکا پر ولس د دې جګړې بار راکم کړي.

بل پلو بیا د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، ولسمشر محمد اشرف غني له ټرمپه غوښتي چې خپل ځواکونه دې له افغانستان څخه نه وباسي. ده دې سرتېرو او لګښتونو په کمولو کې د همکارۍ ژمنه هم ورکړې ده، خو ټینګار یې کړی چې امریکايي ځواکونه دې په دې حساسو شرایطو کې د بې پلانه وتلو پرېکړه نه کوي.

Tags: featured
Share26Tweet6Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

راپور: هرمز تنګي کې زرګونه سمندري کارکوونکي بند پاتې دي

مې 4, 2026

په کابل کې د غوټۍ له لوري د ماشومانو لپاره د «جراسیمو عجیبه نړۍ» کتاب مخکتنه وشوه

مې 4, 2026

کندهار؛ هر کال شاوخوا ۵۰ زره ټنه خوراکي غوړي تولیدېږي

مې 4, 2026

مولوي ګل حسن حسن؛ په مسکو کې د قفقاز نړیوال پانګیز فورم کې ګډون کړی

مې 4, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In