د امریکا ددفاع وزارت یوه پخواني مرستیال له الجزیرې سره په خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو روانه جګړه ددغه هېواد له تېرې څلوېښت کلنې جګړې سره اړیکه لري نو د سولې روانې خبرې باید دومره اسانه او ساده و نه ګڼل شي. ډیویډ سیډني ویلي په دې برخه کې بېړه نه ده په کار او ټولو مسایلو ته دقیق فکر په کار دی. دده په خبره دا سمه ده چې د افغانستان جګړه د خبرو له لارې حل کړل شي او دا به د ټولو اړخونو لپاره یوه لاس ته راوړنه وي، خو په دې برخه کې بېړه به بیا د ټولو په زیان وي. په ورته وخت کې د ولسمشر یوه ویاند بیا الجزیرې ته ویلي چې دوی یوازې د بین الافغاني مذاکراتو توافقات مني او د افغان سولې په اړه د بهرنیو لورو ترمنځ توافقات ورته د منلو نه دي.



































