ولسمشر غني وايي د سولې پر هغه هوکړه لاسلیک نه کوي چې په هغه کې د افغانستان عزت او حیثیت نه وي خوندي شوی. ولسمشر غني تېره ورځ د ځانګړو عملیاتو د افسرانو د تقدیر په موخه په جوړه شوې غونډه کې ویلي چې افغان حکومت با تدبیره او با عزته سوله غواړي. دده په وینا مهالنۍ او یا لنډمهاله سوله نه غواړي بلکې دده هدف دا دی چې په افغانستان کې روانه جګړه د تل لپاره حل شي او دلته تلپاتې سوله راشي. ولسمشر غني د وروستیو ګنګوسو په ځواب کې ویلي، افغان پوځ هېڅوک نه شي پاشلی بلکې دغه پوځ به ورځ په ورځ پياوړی کېږي. هغه زیاته کړه، داسې سوله به راشي چې په هغه کې د افغان پوځ رول لا زیات وي. دده په وینا امنیتي او دفاعي ځواکونه د یوې ورځې، کال، لسیزې او نسل نه، بلکې د سلو کالو لپاره مبارزه کوي. غني امنیتي او دفاعي منسوبینو ته په خطاب کې وویل، ستاسو وفا، تعهد او قرباني مهم اصل دی او هیڅوک پر تاسو د نیوکې حق نه لري.




































