په پکتيکا ولايت کې د ملی اردو په چوکاټ کې سيمه ييزې اردو چې شمېر يې ۶۴۰ سرتېرو ته رسېږي د مرکز په ګډون پنځو ولسواليو کې په فعاليت پيل وکړ. پکتيکا ولايت کې د ۲۰۳ تندر قول اردو پلې لوا قوماندان جنرال رحم دل حيدرزي ويلي چې د دمرکز په ګډون په پنځو ولسواليو کې پنځه ټولي سيمه ييزه اردو پر دندو وګومارل شوه. هغه زياته کړه، هر ټولى به ۱۲۸ سرتېري ولري، چې مسووليت يې تر خپلو کليو پورې محدود دى، هغوى ښه روزنه ليدلې، د ملی اردو د سرتېرو په څېر به مجهز امکانات ولري چې پر مټ به يې امنيت هم خوندي شي. د يادونې ده چې په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم سمه ييزې اردو فعاليت پيل کړى.



































