د هېواد د ملي امنیت پخوانی سلاکار او راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند محمد حنیف اتمر وایي، مسکو غونډه د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره غوره فرصت دی. هغه پر خپل ټویټر لیکلي چې دی به د هېواد له یو شمېر نورو سیاسي څېرو سره په یاده غوڼده کې ګډون وکړي او د هېواد له ملي ارزښتونو، اساسي قانون او ملي بنسټونو نه به په بشپړه توګه دفاع وکړي. نوموړي ویلي چې دوی تېرې لاسته راوړنې په پام کې لري او هېڅوک نه شي کولی پر هغو سترګې پټې کړي. نوموړي زیاته کړې چې په دې غونډه کې یې د ګډون بله موخه د تېرو لاسته راوړنو ساتل او د هغو هر اړخیزه دفاع ده. دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت وایي دا ډول غونډې د سولې پروسې سره مرسته نه شي کولی نو له دې امله دوی په یاده غونډه کې ګډون نه کوي.




































