د بلوچستان په ژوب سیمه کې هغو خلکو د امنیتي ځواکونو له پوستو سره د حکومت پر ضد لاریون کړی دی چې د ارمان لوڼي جنازې ته یې نه پرېږدي. دوی د دې لپاره چې حکومت یې جنازې ته پرېږدي د ژوب او کوټې لویه لار د ټولو موټرو په مخ تړلې ده. ویل کېږي چې دا خلک له ژوب او نوروسیمو قلعه سیف الله ته تلل چې د ارمان جنازه کې ګډون وکړي، خو حکومتي ځواکونه دوی جنازې ته نه پرېږدي. بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو پاکستان ته په خطاب کې ویلي، د پښتنو وینه تویول بند کړه ګنې دا وینې به سیلابونه راولي او بنسټونه به دې نړوي. په ورته وخت کې لاریونوال هم دا شعارونه ورکوي چې لر او بر یو افغان، کومه ترهګري چې ده، تر شا یې د پوځ لاس دی. د مظاهره چیانو د مشرانو او پولیسو ترمنځ خبرې روانې دي، خو لا یې کوم پرمختګ نه دی کړی.



































