د سولې عالي شورا وایي، د مسکو غونډه د افغانانو ترمنځ ده او داسې تمه کېږي چې دغه ناسته به وتوانېږي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو ته زمنیه برابره کړي. د دې شورا ویاند سید احسان الله طاهري وایي، په هر هغه غونډه کې چې پکې د افغان جګړې پر ختمېدو بحث کېږي د افغانستان په خیر ده او دوی تمه لري چې دا ناسته به ګټوره ثابته شي. نوموړی په داسې حال کې دا خبرې کوي چې افغان حکومت تر دې وړاندې ویلي، د مسکو غونډه افغان سولې سره مرسته نه شي کولی نو له همدې امله دوی پکې ګډون نه کوي. د یادونې ده چې ټاکل شوې، د روانې اوونۍ د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو په مسکو کې د طالب استازو، یو شمېر افغان سیاسیون او په اروپا کې د مېشتو افغانانو ترمنځ غونډه جوړه شي.




































