د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس وایي په یوه وخت کې څو ځایه او په پاشلې توګه د سولې لپاره هڅې نه یوازې دا چې له سولې سره مرسته نه شي کولی بلکې سولې ته ستونزې جوړولی شي. عمر داوودزي پخپله نوې مرکه کې ویلي چې د جګړې د پای ته رسولو او سولې لپاره سیمه ییزه اجماع شته ده او تر پخوا پیاوړې شوې ده، نو ددې اړتیا ده چې په کور د ننه هم د هېواد د ثبات، سولې او جګړې د ختمولو لپاره اجماع رامنځ ته شي. داوودزي ټینګار کړی چې روانه جګړه د خبرو له لارې د حل وړ ده، خو دغه خبرې باید د افغان حکومت په مشرۍ ترسره شي او په کور د ننه ټولې سیاسي کړۍ باید د حکومت په مشرۍ خبرې ومني او له داسې خبرو ملاتړ وکړي، چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره کېږي.



































