هندي رسنۍ وايي د هند مهمو لوړپوړو چارواکو څه موده وړاندې د افغان سولې په اړه د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په خبرو کې پر افغان سوله بحثونه کړي دي. هندي رسنۍ وایي د هند لوړپوړو ديپلوماتانو او مهمو چارواکو زلمي خلیلزاد ته ویلي چې موقت حکومت په افغانستان کې د چا په ګټه نه دی. هند ویلي دوی په افغانستان کې د سولې له ټولو هڅو او هغو اقداماتو ملاتړ کوي چې هلته روانه جګړه پای ته رسوي او د افغان حکومت لاس ته راوړنې خوندي کوي. هند تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې له هڅو ملاتړ کوي. هند وايي د سولې په ټولو بحثونو او مذاکراتو کې باید د افغان حکومت مشران حاضر وي.




































