د کندهار پوهنتون استاد محمد شفیق عمري وايي، ګډو ځواکونو يې د وردګو په چک ولسوالۍ کې نيمه شپه د کورنۍ غړي له کوره ايستلي او کور يې په بمونو الوځولى دى. خو د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونه وايي، چې دغه عمليات دوى نه دي کړي. د ملي امنيت رياست مطبوعاتي دفتر هم وويل چې په دې اړه معلومات نه لري. د ميدان وردګو د چک ولسوالۍ د خليلي د وله خېلو اوسېدونکی او د کندهار پوهنتون استاد محمد شفيق عمري چې اوس هندوستان کې ماسټري کوي وایي، چې افغان او بهرنيو ګډو ځواکونو د سلواغې په شپږمه شپه د هغه پر کور چاپه ووهله. هغه وايي، چې دغو ځواکونو د هغه د کورنۍ غړي د شپې په سړه هوا کې له کور څخه اېستلي او کور يې په بمونو الوځولى او بمباري کړى يې دى. دى وايي چې د کورنۍ غړي يې دا مهال د خپلوانو په کور کې اوسيږي. محمد شفيق عمري وويل، ډېره ناروا راسره شوې ده ځکه دی د پوهنتون استاد دی او د دولت له وسله والو مخالفينو سره هېڅ اړيکه نه لري. نوموړی وايي :”حکومت بايد راته زما د کور د ورانولو د علت ځواب راکړي، که زما کورنۍ تروريستان وو نو بيا دې تروريستان ولې له کور څخه بيرون کړل او کور دې بمبار کړ. نوموړی له حکومت څخه د ده د ګناه معلومولو او عدالت غوښتنه کوي.



































