د رسنیو د راپورونو له مخې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو مسئله د سیمې او روسیې لپاره د اندېښنې وړ ده. په همدې تړاو روسیه غواړي د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې امنیتي تدابیر ډېر کړي. روسیه غواړي له هغو هېوادونو سره په امنیتي برخه کې همکارۍ ډېرې کړي چې له افغانستان سره پر پوله پراته دي. تر دې وړاندې هم روسیې په تاجکستان او د منځنۍ اسیا په نورو هېوادونو کې امنیتي تدابیر ډېر کړي وو او ځینې نظامي مانورونه یې هم ترسره کړي وو. روسیه غواړي چې د افغانستان د نا امنه کېدو په صورت کې د افراطي او توندلارو ډلو د تګ راتګ مخه ونیسي. داسې اټکل کېږي چې روسیه او د منځنۍ اسیا هېوادونه د داعش او نورو ډلو له ګواښ سره مخ دي نو ځکه یې په دې وروستیو کې اندېښنې هم ډېرې شوې دي.




































