ډاکټر عبدالله عبدالله وایي داسې هېڅ هوکړه نشته او هېڅ پلان نشته چې امریکایي ځواکونه دې د اوږده مهال لپاره په افغانستان کې پاتې شي، بلکې ددوی پاتې کېدل د ترهګرو ډلو تر فعالیت پورې محدود دی. دده په وینا په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې ګواکي امریکايي ځواکونه له افغانستان وځي. د هغه په خبره ددې ځواکونو په وتلو سره به په افغانستان کې ستونزې جوړې نه شي ځکه افغان پوځيان پیاوړي دي او د تهدیدونو پر وړاندې د مبارزې وړتیا لري. هغه د سولې وروستیو هڅو ته هم اشاره وکړه او په خبره یې افغان حکومت له پیاوړي موقف له طالبانو سره خبرې کوي او دغه ډلې ته یې پخپلو ژمنو کې امتیازات هم ورکړي خو د طالبانو په موقف کې هېڅ راز تغیر نه دی راغلی. هغه وویل چې د سولې دغه ډول موقف د طالبانو لپاره په کار نه دی او دوی اړ دي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي او جګړې دې پای ته ورسوي. نوموړي نن له رسنيو سره په خبرو کې د موقت حکومت په اړه هم څرګندونې وکړي. دده په خبره دغه ډول طرحې د هېچا په ګټه نه دي ځکه په دې سره به اړ شو چې هر څه له سره پيل کړو نو دا نه یوازې چې پرمختګ نه دی بلکې په شاتګ دی. دده په خبره افغان حکومت د سولې د هغو هڅو ملاتړ کوي، چې د افغانانو او افغان حکومت حیثیت خوندي کړي.




































