طالبانو د مسکو په جوړېدونکې غونډه کې خپل حضور تایید کړی دی. د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې اعلامیه کې ویلي چې دوی د مسکو په غونډه کې ګډون کوي. دده په وینا طالبان له افغان حکومت پرته له نورو ټولو اړخونو سره د افغان ستونزې د حل او په هېواد کې د جګړو د پای ته رسولو په اړه خبرو ته تیار دي. په اعلامیه کې راځي چې په دغه غونډه کې به د عباس ستانکزي په مشرۍ یو لس کسیز پلاوی د طالبانو استازیتوب کوي. دغه غونډه په مسکو کې د مېشتو افغانانو له لوري جوړه شوې ده چې له افغانستان هم ګڼو کسانو ته پکې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. پخوانی ولسمشر حامد کرزی ، اسماعيل خان، محمد محقق ، حنيف اتمر ، عطامحمد نور ، ملا سلام ضعيف او حضرت عمر زاخيلوال هغه مهمې سیاسي څېرې دي چې په دغه غونډه کې یې د ګډون خبرونه خپاره شوي دي.




































