ولسمشر محمد اشرف غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو ورثې ته د کوپون د وېش هوکړه لیک لاسلیک کړ. د لاسلیک پر مهال د ملي تدارکاتو ادارې رییس الهام عمر هوتکي وویل، د کوپون د وېش دغه پروګرام په تدارکاتو کې له سپمول شویو پیسو تمویلېږي. هوتکي وویل، له بایومیټریک پروسې وروسته د شهیدانو ورثه له ټاکلو مغازو څخه په کوپون کې شامل خوراکي توکي ترلاسه کولی شي. همدارنګه ولسمشر غني وویل، د شهیدانوکورنیو ته د کوپون د وېش دغه پروګرام به د یو کال لپاره وي. هغه زیاته کړه، چې د کوپون وېش له کابله پیلېږي او وروسته به د هېواد نورو ولایتونو ته وغځيږي. غني په خپلو خبرو کې وویل په هېواد کې داسې سوله غواړو چې د ټول وطن او افغانانو عزت په کې خوندي وي. نوموړي وویل، هیچاته به د سولې په پلمه ملي ځواکونو ته د صدمې رسولو اجازه ورنه کړي.