د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د چین له سفیر سره د کتنې پر مهال د پسرلني اختر په مناسبت چينايانو ته مبارکي ویلې ده. دغه کتنه چې په ارګ کې تر سره شوه، دواړو لورو پر افغان سوله، اقتصادي مسایلو او د افغانستان او چین تر منځ پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي. د چین سفير ليو جين سونګ وويل، په تېرو دریو میاشتو کې له افغانستان څخه د ۱۵ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت ۱۳۵۰ ټنه جلغوزي چین ته صادر شوي دي. لیو وویل، دغه لړۍ به همداسې روانه وي او په کچه کې به یې زیاتوالی راځي. د چین سفیر وویل، هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې له هر ډول هڅو ملاتړ کوي او په دې برخه کې مرستې ته تیار دي. ولسمشر غني د سولې په برخه کې د چین له هڅو او مرستو مننه وکړه او پر لا پیاوړو سیاسي او اقتصادي اړیکو یې ټینګار وکړ.



































