سالنګ لویه لار د واورې اورېدو او توپان له امله له تېرې شپې راپدیخوا د ټرافیکو پر مخ تړلې ده. د سالنګونو د ساتنې او څارنې رییس وویل چې د انساني تلفاتو د مخنیوي په موخه یې یاده لار له تېرې شپې راهیسي د ټرافیکو پرمخ تړلې ده. عبدالصبوري حبیبي وايي، درنو توپانونو د دوی د کار مخنیوی کړی دی او له کابله شمال ته تلونکي سلګونه مسافر په سالنګونو کې بند پاتې دي. نوموړي زیاته کړه چې په جنوبي او شمالي سالنګونو کې د واورې اندازه یو متر او پنځوس سانتي ته رسېږي چې له امله یې تېره شپه څو ځایه واوره هم را ښویدلې ده. حبیبي وویل چې اوس هم د سالنګونو دواړو لورو ته د واورې اورښت جریان لري چې کېدای شي یاده لار تر سبا پورې د ټرافیکو پر مخ تړلې پاتې شي.



































