امریکايي سناتورانو یو ځل بیا ټینګار کړی چې امریکایي ځواکونه دې له افغانستان و ایستل شي. امریکايي سناتور رانډ پال له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، امریکا د اوولسو کلونو لپاره په افغانستان کې وه او اوس د خپل نظامي حضور لپاره هېڅ دلیل نه لري. دده په خبره زموږ موخه د القاعده شبکې ختمول وو، چې دا کار مو وکړ، نو تر دې زیات نه ده په کار چې امریکایي سرتېري په افغانستان کې پاتې شي او هر کال میلیاردونه ډالر پر دغه جګړه ولګوي. هغه زیاته کړې امریکا ددې اړتیا لري چې خپل هېواد جوړ کړي او هغه پیسې چې په یوه نامعلومه جګړه لګوي باید د امریکا دامنیت لپاره ولګول شي. تر دې وړاندې بیا د امریکا سنا هغه لایحې ته مثبته رایه ورکړې وه چې له مخې به یې ټرمپ نه شي کولی له افغانستان او سوریې خپل ځواکونه وباسي.



































