ترکیه وایي د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر محمود چاوش اوغلو پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې له ټولو افغانانو د ترکیې ملاتړ دوام لري. دده په خبره ترکیې تل په افغانستان کې د سولې او پخلاینې له هڅو ملاتړ کړی دی او په دې برخه کې خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي. نوموړي د ولسمشر له لومړي مرستیال جنرال دوستم سره هم لیدلي دي. اوغلو پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې له جنرال دوستم سره یې په انقره کې لیدلي دي او د افغان سولې په اړه یې پراخ بحثونه کړي دي. جنرال دوستم دمګړی په ترکیه کې دی او ویل کېږي چې ددرملنې په موخه یاد هېواد ته تللی دی.




































