افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قومندان جنرال سکاټ مېلر ویلي دي چې افغان جګړه نه امریکا ګټلی شي او نه هم طالبان، نو اړینه ده چې اوس دا ستونزه له سیاسي لارو چارو حل شي. مېلر دا خبرې له سي بي اس ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې کړې دي او ویلي یې دي، دی باوري دی چې د افغان جګړې سیاسي حل تر ټولو غوره لار ده، ځکه چې یو لوری یې هم په جګړه نه شي ګټلی. هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، افغانستان کې هیڅ یوه جګړه په داسې ډول پای ته نه رسیږي چې ترهګرو ته به خوندي ځالې په لاس ورکړي. بلکې دا خبرې باید افغانانو په مشرۍ د تلپاتې سولې او د دې هېواد د ثبات لپاره وي نه د نړیوالو ترهګرو د پټنځایونو محیا کولو لپاره. هغه د سولې په صورت کې د تېرو لاسته راوړنو پر ساتنې ټینګار کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ هم پرون په خپله وینا کې ویلي، د افغان سولې لپاره یې هڅې ګړندۍ کړې دي او که چېرته سوله کې ښکاره پرمختګ وشو نو دوی به په یاد هېواد کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړي.




































