په افغانستان کې د بخښني نړیوال سازمان سیمه ییز دفتر په تخار ولایت کې د دوو خبریالانو وژل کېدل غندلي دي. دغه سازمان نن د یادو خبریالانو د وژل کېدو په اړه د هر اړخیزو څېړنو غوښتنه کړې ده. د دغه سازمان د افغانستان د پلټنې د څانګې مسوول زمان سلطاني ویلي چې افغان حکومت باید د ژورنالستانو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې تېر ماښام ناوخته د تخار مرکز تالقان ښار کې د همصدا په نامه د یوې FM راډیو دوه تنه کار کوونکي چې ژوندۍ خپرونه یې پرمخ بیوله د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوي دي.





























