رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی دی چې مسکو ته تللي یو طالب استازي له RIA خبري شبکې سره په خبرو کې ویلي، امریکا ورسره په وروستیو خبرو کې ژمنه کړې چې تر راتلونکې اپریل میاشت پورې به خپل نیمایي سرتېري له افغانستانه وباسي. امریکایي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو څه موده وړاندې د امریکا ولسمشر له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو ایستلو خبره وکړه چې له هغه وروسته ولسمشر غني ټرمپ ته یو لیک ولېږل او له هغه یې وغوښتل چې له افغانستانه دې د خپلو ځواکونو په وتلو کې بېړه نه کوي. په ورته وخت کې تازه داسې راپورونه خپاره شوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ولسمشر غني ته ټلفون کړی او ډاډ یې ورکړی دی چې د سولې د موافقې تر پلې کېدو پورې به خپل ځواکونه له افغانستانه ونه باسي.




































