وروسته له دې چې له افغانستان د امریکایي ځواکونو دوتلو خبرونه تاوده شول، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه رسما غبرګون وښود. ددغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره دقیقه نېټه نه ده په ګوته شوې بلکې دغه پرېکړه په حالاتو پورې اړه لري. د خبرپاڼې په حواله د امریکایي ځواکونو حضور، وتل او شمېر په افغانستان کې له حالاتو سره سم تنظمیږي او ددوی د وتلو لپاره دقیقه نېټه نه ده ټاکل شوې. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ ملت ته په خپله وینا کې یو ځل بیا له افغانستان د سرتېرو په ایستلو ټینګار وکړ. دده په خبره د سولې خبرې یې چټکې کړې دي چې په دې توګه په افغانستان کې د سرتېرو کمولو ته لار هواره کړي.




































