ولسمشر غني د پښتونژغورنې غورځنګ له سوله ییزو او مدني خوځښتونو ملاتړ کړی دی. ولسمشر غني پر خپله رسمي فیسبوکپاڼه لیکلي د پښتونژغورنې غورځنګ د خپلو حقوقو د خوندیتوب لپاره په مدني حرکتونو لاس پورې کړی دی او له سوله ییزو لارو غواړي د پښتنو پر وړاندې د روان تبعیض مخنیوی وکړي. د ولسمشر غني په خبره په سیمه کې د هر مسوول حکومت دنده دا ده، چې له ټولو سوله ییزو او مدني حرکتونو ملاتړ او ددغه ډول حرکتونو د ځپلو مخنیوي وکړي. ولسمشر غني ویلي دی هم په سیمه کې د مدني حرکتونو د ستاینې او پياوړتیا لپاره د پښتونژغورنې غورځنګ ځپل غندي. هغه په پاکستان او ټوله سیمه کې پر سیاسی جریانونونو او په نړیواله کچه له مدني بنسټونو غوښتنه کړې چې د پښتونژغورنې غورځنګ له مدني او سوله ییزو هڅو ملاتړ وکړي.




































