د کرښې دواړو غاړو ته پراته خلک له یوه درد ځورېږي. د کورنیو چارو پخواني وزیر امرالله صالح د ولسمشر غني د وروستیو خبرو په تایید ویلي چې په خیبر پښتونخوا او کابل دواړو کې پراته ولسونه له یوه درد ځورېږي. دده په خبره پښتونو په سوله ییزو او مدني حرکتونو لاس پورې کړی دی او دوی له ډېرو معقولو لارو دخپلو حقوقو غوښتنه کوي. د صالح په وینا په دې سیمه کې پراته خلک له جغرافیايي، تاریخي او فرهنګي اړخه سره تړلي دي او له یوه ګډ دښمن او ګډ درد ځورېږي. هغه پر افغان مدني فعالانو غږ کړی چې د پښتونزغورنې غورځنګ له مدني حرکتونو او قانوني غوښتنو ملاتړ وکړي.




































