د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمیسیون وایي، لا تر اوسه په افغانستان کې شرایط دې ته نه دي برابر چې له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو وتلو ته مهالوېش وټاکل شي. د دغه کمیسیون رییس نثار احمد غوریاني وایي، لا هم تروریستي ډلې د افغانستان، سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ دی او باید دا موضوع په پام کې ونیول شي. هغه وویل، که څه هم افغان امنیتي ځواکونه اوس ښې وړتیاوې لري، خو لا هم د بهرنیو ځواکونو ملاتړ او مرستو ته اړتیا شته. دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې طالبانو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه ضد او نقیضې څرګندونې وکړې خو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تازه ویلي چې له دې هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه کوم مهالوېش نه دی ټاکل شوی.




































