اجراییه ریاست وایي، له طالبانو سره د سولې په خبرو کې باید د حکومت د سولې اجنډا او ملي ګټې په پام کې ونیول شي. د مسکو غونډې پایلو ته په غبرګون کې د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وایي، د سولې په هر ډول خبرو کې باید د قربانیو په پایله کې تر لاسه شوي ارزښتونه او لاسته راوړنې خوندي شي. هغه ویلي د قانون پر بنسټ هر افغان د سولې په اړه د خبرو حق لري خو ملي ګټې باید ورته سرې کرښې وي. اجراییه ریاست دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د تېرې سه شنبې او چهارشنبې په ورځو په مسکو کې د طالب استازو او افغان سیاسیون په ګډون د سولې په تړاو غونډه وشوه چې پکې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، له سولې وروسته په ملي ادارو کې پر اصلاحاتو، له تور لیسته د طالبانو د نومونو پر ایستلو او نورو موضوعاتو ټینګار وشو.




































