د افغانستان د سولې خبرې باید تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې یوې پایلې ته ورسېږي. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، امریکا هڅه کوي چې په افغانستان کې د سولې خبرې باید تر راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو مخکې یوې پایلې ته ورسېږي او یا لږ تر لږه مهم پرمختګونه پکې وشي. نوموړي د امریکا د سولې په انسټيټوټ کې د خبرو پر مهال د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه هم ویلي، چې امریکا ته د ځواکونو تر ایستلو د سولې خبرې مهمې دي ځکه د سولې د خبرو پایله به د ځواکونو د حضور او یا وتلو سرنوشت معلوموي. خلیلزاد همدا راز ویلي، طالبان بې پروايي کوي چې له افغان حکومت سره خبرې نه کوي او پر ځای یې له سیاسي ډلو او ګوندونو سره مذاکراتو ته کېني. دده په وینا د امریکا ستر هدف دا دی چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مذاکراتو ته زمینه برابره کړي. زلمي خلیلزاد زیاته کړې، له طالبانو سره د ځینو مسایلو پر سر مهم بحثونه شوي دي او دوی ژمنه کړې چې له افغان خاورې به امریکا او نورو هېوادونو ته زیان نه رسېږي. خلیلزاد داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ټاکل شوې د روانې میلادي میاشتې په ۲۵مه نېټه یو ځل بیا د خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ خبرې وشي.




































