د سولې د خبرو په لړ کې د امریکايي ځواکونو بریدونه هم ډېر شوي دي. امریکايي نیویارک ټایمز ورځپاڼه په یوه راپور کې وایي په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکایي ځواکونو بریدونه تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي. د راپور له مخې امریکایي چارواکي غواړي په دې توګه پر طالبانو فشارونه ډېر کړي او دغه ډله اړ کړي چې د سولې خبرو ته غاړه کېږدي. نیویارک ټایمز وایي، په دې لړ کې تر ټولو ډېر بریدونه پر طالب مشرانو او مهمو قومندانانو کېږي. په راپور کې راځي چې امریکايي ځواکونه او په تېره ځانګړي افغان ځواکونه پر طالبانو ډېر بریدونه کوي او ددوی پر مرکزونو شپني عملیات هم کوي. نیویارک ټایمز داسې مهال د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو او هوايي بریدونو د ډېرېدو خبره کوي چې په دغه ډول بریدونو کې تر ډېره افغان ملکیانو ته هم تلفات اوړي. خو امریکايي چارواکي وایي دوی غواړي په دې توګه طالب وسله وال اړ کړي چې د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.



































