ولسمشر غني وايي، چمتو دی چې وسله والو طالبانو ته په کابل، کندهار یا ننګرهار کې رسمي دفتر ورکړي او ساتنه یې وکړي. ولسمشر دا خبرې پرون د شینوارو په غني خیلو ولسوالۍ کې کړې دي. نوموړي زیاته کړې: “موږ سوله په مکه معظمه کې غواړو. هغه خوږه ده او که مسکو کې؟ “نوموړي ویلي، سوله راتلونکې ده او په دې برخه کې د خپل سر قرباني کولو ته هم چمتو دی، خو د ولسمشرۍ څوکۍ یې ولسي ګڼلې او ویلي یې دي چې په دې اړه به پرېکړه ولس کوي.
ولسمشر په پرونیو خبرو کې یو ځل بیا هڅه وکړه چې د سولې د روانې پروسې پر وړاندې خپل مخالفت په ډاګه کړي. نوموړي په واضحو ټکو د مسکو د غونډې مخالفت وکړ او پر هغه څه یې ټینګار وکړ، چې وسله وال مخالفین یې نه مني. ولسمشر په مکه مکرمه کې د عالمانو غونډې ته اشاره وکړه، خو ټول پوهېږي چې په مکه مکرمه کې جوړه شوې غونډه د سولې نه وه، بلکې د حکومت په ګټه د طالبانو د جګړې پر ضد فتوا وه. د مکې مکرمې په غونډه کې طالبان نه وو او حکومت پکې ګټه وکړه، خو د مسکو په غونډه کې بیا حکومت نه و او طالبانو پکې ګټه وکړه. اوس دا دوه موازي کرښې دي چې له یو بل سره نه یو ځای کېږي. کله چې حکومت او طالبان درک کوي چې دا موازي کرښې دي، نو بیا د سولې خبرې یوازې د خلکو په سترګو کې د خاورې شیندلو لپاره کوي.
ولسمشر په کندهار، ننګرهار او کندهار کې طالبانو ته د دفتر خبره کوي، خو ښه پوهېږي چې نه طالبان دا وړاندیز مني او نه هم دا چاره عملي ده. دا خبرې یوازې د دې لپاره کوي چې ځان د سولې ملاتړی وښيي. کله چې طالبان حکومت په رسمیت نه پېژني او خبرې ورسره نه کوي، نو هغوی به څنګه حاضر شي چې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې دفتر پرانیزي او امنیت یې هم حکومت ته وسپاري!؟ طالبان پنځوس سلنه افغانستان تر خپل کنټرول لاندې لري، ولسمشر دا هم ویلی شي چې طالبان دې په هلمند، زابل، اروزګان او یا د ننګرهار په هغو سیمو کې دفتر پرانیزي چې د دوی تر کنټرول لاندې دي او حکومت به پر دغه دفتر برید نه کوي. ښکاره ده چې ولسمشر دا کار نه کوي، ځکه په دغه کار سره هغه د طالبانو حاکمیت مني. دا چاره کټ مټ داسې ده لکه طالبان چې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې دفتر ومني. پر همدې اساس په کندهار، ننګرهار او کابل کې دفتر عملي نه دی او دا کار یوازې د خلکو په سترګو کې د خاورې شیندلو لپاره کېږي.
له بده مرغه ولسمشر له یوه اړخه د سولې په اړه له خلکو ډېر څه پټوي او له بله اړخه غواړي هغه پروسه تخریب کړي، چې خلک ورته هیله من دي. که د سولې روانه پروسه ناسمه وي، دسیسه روانه وي او زموږ پکې خیر نه وي، نو ولسمشر ته پکار ده چې مخه یې ونیسي او ولس ته هم هر څه روښانه کړي. که د سولې پروسه سمه وي، نو ولسمشر دې د خپلۍ څوکۍ او د واک د تدوام په خاطر د دې چارې مخالفت نه کوي او پرې دې ږدي چې د هېواد بچیان هم د ولسمشر د بچیانو په شان په امن او سوله کې ژوند وکړي. اوس نه خلکو ته پوره معلومات ورکوي او نه هم پرېږدي چې د سولې خبرې بریالۍ شي.




































