په یوه اونۍ کې څو ځله په هوايي بریدونو او د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې رپوټونه ورکړل شوي. په هلمند کې په یوه برید کې شاوخوا شل ملکیان شیهدان شول چې ښځې او ماشومان هم پکې وو. همداسې څو پېښې په وردګو کې وشوې او بیا وړمه شپه په کونړ کې هم څو ملکي وګړي شهیدان شول. دا پېښې په داسې وخت کې کېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي. دغه راز د افغان سیاستوالو او طالبانو ترمنځ هم په مسکو کې غونډه وشوه، خو په دغو غونډو کې حکومت نشته.
حکومت د ملکي وګړو د وژنې په اړه غلی دی او څه نه وايي. نه یې غندي، نه پلټنه کوي او نه هم د داسې پېښو د تکرار د مخنیوي ژمنه کوي. داسې لکه هېڅ چې نه وي شوي، لکه وژل شوي چې انسانان نه وي، لکه افغانان چې نه وي او لکه حکومت چې د دغو خلکو په اړه هېڅ مسوولیت نه لري. یا لکه کونړ، ودرګ او هلمند چې د افغانستان خاوره نه وي.
د ملي یووالي حکومت مشران د دغو وژنو په اړه ښايي له دې امله هم سکوت کوي چې که څه ووايي، امریکایي دوستان به یې خپه شي او دا بیا هغه چاره ده چې دوی ته په راتلونکو ټاکنو کې ګرانه پرېوځي. له همدې امله دوی غواړي د خپلو خلکو د وژنې په اړه په چوپتیا سره امریکايان خوښ وساتي او خپل واک او ځواک وغځوي. څومره چې ټاکنې را نږدې کېږي، په همغه کچه به د ملي یووالي حکومت د دغو وژنو په اړه غلی وي. له بله اړخه که حکومت په دغو وژنو کې ښکېل وي او یوازې بهرني ځواکونه یې نه کوي، نو د دې مانا دا ده چې دوی غواړي په وژلو سره د سولې د روانې پروسې پر وړاندې خنډونه پیدا کړي چې دا هم په هېڅ ډول د منلو چاره نه ده.
له بده مرغه یوازې حکومت نه دی چې پر دغو وحشتونو چوپ دی. د بشري حقونو ډېری سازمانونه، په کابل کې د بشري حقونو کمېسیون، له حکومت څخه د باندې سیاستوال، په اصطلاح جهادي مشران او تش په نوم روشنفکران ټول د دغو جنایتونو پر وړاندې غلي دي. جنایتکاران، د جنایت شریکان او هغوی چې په دې اړه غلي دي، ټول د ولس پر وړاندې مسوول دي.
د ملکي وګړو د وژنې دغه پراخه څپه به بدې پایلې ولري. له یوه اړخه به حکومت د جګړه خوښوونکي او ولس وژونکي ځواک په توګه را څرګند شي او له بل اړخه به خلک پوه شي چې د سولې اصلي مخالفین څوک دي. که حکومت رښتیا د افغانانو د ګټو ساتندوی وي او قانون ته درناوی لري، نو پکار ده چې د ولس دا وژنه نوره ودروي. په دې وژنه کې ښکېل کسان دې محاکمه شي او که امریکايي ځواکونه دا کار کوي، حکومت ته پکار ده چې په زغرده یې مخه ونیسي او یا لږ تر لږه دا وحشتونه وغندي او ولس ته ووايي چې څوک د دغو بریدونو تر شا دي. له دې پرته د ټولو چارو مسوولیت د حکومتي چارواکو پر غاړه دی او په دې تړاو به ورسره حساب کېږي.




































