د پالوو ټاپوګان د شمالي ارام سمندر په لوېدیځه برخه او د فلیپین د سیند جنوب لور ته د ختیځ طول البلد د ۱۳۳ او ۱۳۶ درجو او د شمالي عرض البلد د ۶ او ۹ درجو په مینځ کې موقعیت لري، چې ټول پراخوالی یې ۴۵۹ کیلومترو ته رسېږي.
پالوو په وچه کې له کوم هېواد سره ګډه پوله نه لري، خو په شمالي ارام سمندر کې یې نږدې ګاونډیان دا دي: ختیځ ته یې د میکرنیزیا فدرالي جمهوریت، لوېدیځ ته یې د فلیپین د میندانائو ټاپوګان، جنوب ته یې د اندونیزیا ټاپوګان او شمال ته یې د باپ ټاپوګان او د فلیپین سیند پراته دي.
پالوو د استوا له کرښې سره د نږدېوالي له امله او د ارام سمندر له اوبو سره د ګاونډیتوب له کبله، ډېره لنده هوا لري. په دغه هېواد کې د اورښت موسم په مې کې پیلېږي او په نومبر کې پای ته رسېږي.
د پالوو هېواد اصلي ټاپوګان د سمندر له سطحې څخه جګ پراته او ټول غرني دي. د دغو ټاپوګانو ځینې غرنۍ برخې په ګڼو استوایي ځنګلونو هم پوښلې دي. دغه هېواد ټول ۲۰۰ کوچني ټاپوګان لري چې یوازې اته یې د استوګنې وړ دي.
د دغه هېواد پلازمېنه د نګرولمود ښار دی او ټول ټال څه کم ۲۲ زره نفوس لري، چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې یوازې ۴۸ کسان ژوند کوي. د پالوو ۹۰ سلنه وګړي په ښارونو او پاتې لس سلنه یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د دوو ماشومانو د درلودو حق لري.
د دغه هېواد ۴۵ سلنه وګړي مسیحي، ۲۵سلنه پروټسټانټ، لس سلنه ادونتست او پاتې نور د ناپېژاندي مذهب پيروان دي. رسمي ژبه یې انګلیسي او پالوویي ده او لیکدود یې لاتیني دی.
پالوو د اداري وېش له پلوه په ۱۶ ولایتونو وېشل شوي دی. سونسورال، انګور، توبي او نګیوال یې مهم او ګڼ نفوسه ښارونه دي.
د دغه هېواد د حکومت ډول پارلماني جمهوري دی او نوی اساسي قانون یې د ۱۹۸۱ ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه نافذ شوی دی. د دغه هېواد لومړنی اساسي قانون د ۱۹۷۹ ز کال د جولای په نهمه جوړ شو. پالوو د امریکا له متحده ایالاتو سره د خپلواکه اړیکو یو تړون لري، چې د ۱۹۹۴ ز کال د اکټوبر په لومړۍ نېټه لاسلیک شوی دی. د دغه هېواد اوسنی ولسمشر ټومي رمنجساو دی، چې د لومړي وزارت دنده هم پرمخ بیایي. د پالوو ولسمشر او د هغه مرستیال په جلاجلا توګه د خلکو په خوښه د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي او دوه ځلې کار کولای شي.
د پالوو پارلمان دوه جرګې لري، مشرانو جرګه چې نهه غړي لري او ټول د نفوس په انډول د خلکو په خوښه د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي. دویم د استازو جرګه چې ۱۶ غړي یې د خلکو په خوښه د څلورو کلونو لپاره کار کوي. په دغه هېواد کې د رایې ورکولو سن ۱۸ کاله او رایه ورکول پکې عمومي دي.
د پالو حقوقي نظام پر هغو اصولو ولاړ دی، چې تر قیمومیت لاندې سیمو لپاره جوړ شوی دی. ستره محکمه او ملي محکمه د دغه هېواد تر ټولو لوړ قضایي ارګانونه دي.
د ۱۹۹۴ ز کال د اکټوبر په لومړۍ نېټه یې له امریکا څخه خپلواکي واخیسته او هر کال همدا ورځ د خپلواکۍ د ورځې په نوم پکې نمانځل کېږي.
د پالوو وړوکی اقتصاد د سیلانیانو پر عوایدو، کرنه او د کبانو پر نیونه ولاړ دی. په دغه هېواد کې د کار وړ ډېر کسان د دولت له خوا په کار ګومارل شوي دي او خصوصي سکټور لا ډېره وده نه ده کړې. د پالوو دولت ډېر عواید له هغې مرستې څخه برابرېږي، چې د امریکا متحده ایالات یې هر کال دغه هېواد ته ورکوي. د دغه هېواد د سړي سرکلني عاید د فلیپین او د سیمې د نورو ټاپوګانو په پرتله زیات دي او څه د پاسه ۹۰۰۰ ډالرو ته رسېږي. د هغه تړون له مخې چې د امریکا متحده ایالات او پالوو لاسلیک کړی، امریکا په ۱۵ کلونو کې پالوو ته ۷۰۰ میلیون ډالره اقتصادي مرسته منلې، چې نظامي تاسیسات، سوداګريز ځایونه او د سیلانیانو لپاره هوټلونه او نور تفریحي ځایونه پرې جوړ شوي دي.
د پالوو دولت تمه لري چې په راتلونکي کې به ډېر سیلانیان دغه وړوکي ټاپویز هېواد ته سفر وکړي او د دوی عواید به د هېواد هوایي کرښو، هوایي ډګرونو، هوټلونو او نورو خدماتي څانګو لپاره ډېر ګټور وي.
خو پاتې د نه وي چې پالوو هېواد د خپلو بنسټیزو پروژو لپاره ډېر چټک کار پیل کړی دی او ښايي اقتصاد یې نور هم وغوړېږي.
ساختماني مواد، لاسي کارونه، جامې، ښکلاییز توکي او د سمندري ځناورو له پوستکو څخه جوړ شوي شیان او موبلایل او فرنیچر د دغه هېواد مهم اقتصادی فکټورونه دي.
د پالوو له ډېرو ټاپوګانو څخه له ۱۰ تر ۱۲ د استوګنې وړ دي، خو له دې سره سره یې ډېر ټاپوګان له مرجاني کاڼو څخه جوړ او د کرنې وړ نه دي. د پالوو د استوګنې وړ ټاپوګانو لس سلنه ځمکه د کرنې وړ ده، چې اوس کرل کېږي. د پالوو پاتې ځمکه دوو ټیټو غرونو، څو غونډیو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده.
د پالوو ۲۲ سلنه د کار خلک د کرنې او کبانو د نیولو او پروسس په سکټور کې پر کار بوخت دي او د دغه هېواد اته سلنه ناخالص کورني تولیدات، هم له همدغه سکټور څخه لاسته راځي.
ناریال، ږدن، خواږه کچالو، استوایي مېوې، سابه، غوښه، هګۍ او لبنیات د پالوو د کرني مهم محصولات بلل کېږي.
هر کال دغه هېواد ته نږدې سل زره سیلانیان سفر کوي او خپلې رخصتۍ هلته تېروي. پالوو د دغه شمېر سیلانیانو لپاره ښه هوټلونه، پارکونه، هوایي ډګرونه، ترانسپورټ او د تفریح ځایونه لري.
سره زر او سمندري کاني مواد چې ایستل یې پوره پیسې او ډېره پرمختللې ټکنالوژي غواړي، د دغه هېواد مهم کانونه دي. پالوو له امریکا، اسټرالیا، جرمني او چین سره پراخې تجارتي اړیکې لري. دغه هېواد ټول پنځه هوايي ډګرونه لري، چې دوه یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي.
د دغه هېواد د ټلیفون کود ۰۰۶۸۰ او د انټرنېټ کود یي پي ډبلیو دی، چې لس زره کسان یې انټرنېټ ته لاسرسی لري.
پالوو د ټلوېزیون شبکې نه لري، خو د کېبل داسې یوه شبکه لري چې د سیمې د ډېرو هېوادونو او امریکایي ټلوېزیونو خپرونې نیسي. په دغه هېواد کې دوې دولتي او اته خصوصي راډیوګانې فعالیت کوي.
په دغه هېواد کې له ۱۵ کلونو څخه پورته ۹۸ سنله خلک په لیک او لوست پوهېږي او د ښوونځي د سن ۹۸ سلنه ماشومان یې ښوونځي ته ځي. زده کړه په دغه هېواد کې له ۶-۱۴ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره جبري ده. په پالوو کې دولتي او خصوصي سکټور دواړه د وطن د بچیانو د روزنې لپاره په ګډه کار کوي.
مورخین په دې عقیده دي چې د پالوو لومړني اوسېدونکي هغه اندونیزیایان دي، چې له میلاد څخه څو زره کاله پخوا دغو ټاپوګانو ته تللي دي. د ارام سمندر شاوخوا ټاپوکانو ته د ننوتلو د لومړنۍ لارې په توګه، د پالوو د ټاپوګانو خلک د مالي، میلانشنیز، فلیپین او میکرونیزي ډلو له ګډې ډلې څخه جوړ شوي دي.
دغه ټاپوګان د لومړي ځل لپاره په ۱۵۴۳ ز کال کې د اسپانوي سمندري سیلاني له خوا وپېژندل شول. تر ۱۹۸۸ ز کال پورې چې اسپانیا دغه ټاپوګان په الماني پوځ خرڅ کړل، د پالوو ټاپوګان څه د پاسه ۳۰۰ کاله د اسپانویانو تر ولکې لاندې وو، د لومړۍ نړیوالې جګړې په کلونو کې دغه ټاپوګان جاپاني پوځونو ونیول، په ۱۹۲۰ ز کال کې د ملګرو ملتونو ټولنې د دغو ټاپوګانو قیمومیت په رسمي توګه جاپان ته و سپاره.
د پالوو ټاپوګان تر دویمې نړیوالې جکړې پورې د جاپان په واک کې وو او له هغوی څخه یې د سمندري اډې په توګه کار اخیست. په دویمه نړیواله جګړه کې امریکايي پوځونه پالوو ته لاړل او جاپانیانو ته یې ماتې ورکړه. د دغو دوو جګړو د انساني او مادي تلفاتو له امله، د دغه هېواد د اوسېدونکو شمېر له ۵۰ څخه تر ۷۰ زرو ټیټ شو. په ۱۹۴۷ ز کال کې د ملګرو ملتونو ټولنې دغه ټاپوګان تر خپل قیمومیت لاندې ونیول او د هغوی اداره یې امریکا ته وسپارله. امریکا دغه سیمه د خپلو اټومي ازمایښتي چاودنو لپاره غوره وبلله او په عوض کې یې د سیمې د خلکو د خوشاله کولو لپاره دوی ته کورواکي ومنله. د پالوو ټاپوګان په ۱۹۷۸ ز کال کې د میکرونیزي د ټاپوګانو له ټولکي څخه جلا شول.
په قانون کې له نویو بدلونونو څخه وروسته، پالوو د ۱۹۹۴ ز کال د اکټوبر په لومړۍ نېټه خپلواکي واخیسته. د دغه هېواد ولسمشر چې جاپاني وینه یې درلوده، د خپل هېواد له خپلواکۍ وروسته جاپان ته په سفر لاړ او د سیلانیانو د هرکلي د اسانتیاوو د برابرولو او د سوداکرۍ د ودې په هکله یې تړونونه لاسلیک کړل.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو اړیکو په کتاب کې د پالوو هېواد نوم نشته، نو داسې ښکاري چې دغه دواړه هېوادونه خپلو کې هېڅ راز اړیکې نه لري.
د کابل اونګرولمود ښارونو ترمنځ د وخت توپیر ۴:۳۰ ساعته او د هوا له لارې فاصله بیا ۹۶۲۰ کیلومترو ته رسېږي.