د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د مڼو حاصلات شاوخوا ۱۸ زره او ۸۰۰ مټریک ټنو ته رسېدلي، چې د تېر کال په پرتله څلور سلنه زیاتوالی ښيي. د دغه ریاست د مسوولینو په خبره، د بزګرانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه او کرنیزو خدمتونو ته د لاسرسي اسانتیاوې د حاصلاتو د زیاتوالي اصلي لاملونه ګڼل کېږي. ورته مهال د لوګر بڼوالو د خپلو حاصلاتو له زیاتوالې خوښي ښيي او له کرنې ریاست غواړي، چې د سړو خونو د جوړولو ترڅنګ د دوی حاصلاتو ته د بازار موندنې په برخه کې ورسره مرسته وکړي.




































