د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیالۍ خبر ورکړی، چې افغانستان د حیرتان رېل پټلۍ له لارې له ۷ هېوادونو سره وصل شوی دی. سرچینې ویلي، دا مهال افغانستان د یادې پلټۍ له لارې له ازبکستان، د اقینې او تورغوندۍ رېل پټلۍ له لارې له ترکمنستان او د خواف- هرات اوسپنې پټلۍ له لارې له ایران سره نښلېدلی دی. سرچینې زیاته کړې چې د دې رېل پټلیو له لارې په غیر مستقیم ډول له چین، ترکیې، روسیې او قزاقستان سره هم سوداګریز انتقالات ترسره کیږي. اقتصادي مرستیالۍ دا هم ویلي، چې افغانستان د یادو رېل پټلیو له لارې په ورځني ډول تر لس زره او په میاشتني ډول تر ۳۰۰ زره میټریک ټنو ډېر انتقالات ترسره کوي.




































