د افغان حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد له سکاینیوز سره په مرکه کې ویلي، چې چاته اجازه نه ورکوي چې بګرام اډه ونیسي. هغه زیاته کړې چې افغانان په هېڅ ډول شرایطو کې اجازه نه ورکوي چې خپله خاوره چاته وسپاري. مجاهد په دغه مرکه کې په ډاګه کړې چې حکومت له امریکا سره په کابل او واشنګټن کې د سفارتونو بېرته پرانیستلو په اړه خبرې کړې دي.



































