اوچا پر اېکس پاڼه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي انډریکا راټواټي یوه ویډیو خپرې کړې چې نوموړي پکې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د کونړ له زلزلهځپلو خلکو سره دې د بېړنیو اړتیاوو په ځانګړي ډول د سرپناه د برابرولو لپاره عاجل اقدام وشي. په خپره شوې ویډویو کې رټواټي وایي:«د ژمي د نږدې کېدو او د بارانونو له پیل سره د کونړ زلزلهځپلې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي او ډېری کورنۍ وايي، چې دوی د ژمي لپاره نه اسباب لري او نه هم د اوسېدو خوندي ځای.»راټواټي ټینګار کړی، چې نړۍواله ټولنه باید د ژمي له راسېدو دمخه د سرپناه، خوراکي توکو او نورو اړینو توکو د برابرولو لپاره سمدستي ګامونه پورته کړي. د روان کال د اګست پر ۳۱مه د کونړ ولایت په څو ولسوالیو کې زوروره زلزله وشوه، چې شدت یې د ریښتر په کچه ۶.۰ درجې ثبت شوی و.



































