د فراه ولایت په مرکز کې د ۴۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت درې رغنیزې پروژې پیل شوې. د یاد ولایت د ټولګټو ریس محمد ولي ادریس ویلي، یادې پروژې د فراه–فراهرود د ۶۱ کیلومتره سړک د دویمې ۵ سانتي متره طبقې رغول، ۷ پلچکونه او یو استنادي دېوال جوړول رانغاړي، چې د درېیو قراردادي شرکتونو له لوري به د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي. ځايي اوسېدونکو، سوداګرو او د صنعت خونې استازو د دغو پروژو پیل د اقتصادي او ترانزیټي پرمختګ لپاره مهم ګام وباله او د فراه–بکواه سړک د جوړېدو غوښتنه یې هم وکړه.



































