د سمنګانو ولایت په کوز دره صوف ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اووه تنه ټپيان شوي دي. د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت الله رحماني ویلي، دغه پېښه د دې ولایت د کوز دره صوف ولسوالۍ په دهن خشک دره کې د یوه سراچه ډوله موټرد چپه کېدو له امله رامنځته شوه چې په پایله کې یې د درېیو ښځو په ګډون ۷ تنه ټپیان شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې د پېښې ټپیان په وخت سره د امنیتي مسوولینو له لوري د یادې ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي. د دې پېښې لامل د موټرچلوونکي بې احتیاطي او چټکتیا ښودل شوې ده.



































