د زابل ولایتي مسوولین وايي، چې د قطر د سرې میاشتې ټولنې په مالي ملاتړ د ۹۳ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د ۹ شبکو د جوړېدو چارې پیل شوې دي. د پلې کوونکې موسسې انجنیر محمد امین رحیمي د پروژې د پرانیستې پر مهال ویلي، چې یادې شبکې به د زابل ولایت په مرکز قلات ښار او میرانه ولسوالۍ کې جوړې شي او چارې به یې په درېیو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. ورته مهال د زابل د والي ویاند صدیقالله وثیق د پروژې د کیفیت او پر وخت بشپړېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې دا ډول بنسټیزې پروژې د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره خورا ارزښتناکې دي.



































