د هرات ولایت له مرکزي بندخونې څخه ۱۶۰ بندیان ازاد او د لسګونه نورو د بند موده کمه شوې ده. د هرات د مرکزي بندخونې رییس شراف الدین مخلص ویلي، چې د دغه ولایت له مرکزي بند خونې ۱۶۰ بندیان ازاد او د ۱۶۲ نورو د بند موده کمه شوې دي. په ورته وخت کې یو شمېر ازاد شوو زندانیانو د ازادۍ له امله خوښي وښوده او وویل، چې د بند پر مهال یې ديني، مسلکي او اخلاقي زده کړې کړې دي. هغوی ژمنه کړې، چې له دې وروسته به سالم ژوند غوره او د ټولنې خدمت ته به دوام ورکړي.



































