په هرات کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې دوه کاله وړاندې په دغه ولایت کې د زلزلې له امله د زیانمن شویو تاریخي ځایونو د بیارغونې چارې روانې دي او یوشمېر رغول شوي هم دي. د مسوولینو په خبره د اختیار الدین کلا، د هرات جامع جومات او تاریخي منارونه رغول شوي دي. د چارواکو په خبره ټول هغه تاریخي عابدات چې په زلزله کې زیانمن شوي رغوي او په دې تړاو ټولو کېدونکو چارو ته پاملرنه کیږي.




































