د افغانستان برېښنا شرکت رییس ډاکټر عبدالباري عمر او د ترکمنستان د انرژۍ وزارت د نړۍوالو پروژو عمومي رییس مراد ارتیکوف ترمنځ د ګډو همکاریو او پروژو چارو چټکتیا هوکړې پروتوکول لاسلیک شو. برېښنا شرکت ویلي، چې د دواړو هېوادونو پلاویو ترمنځ په تېرو دوو ورځو کې د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ او د جوزجان خماب او قرقین ولسوالیو ته د برېښنا رسونې په پروژو، هرات ولایت ته د وارداتي برېښنا په کچه کې زیاتوالي او د برېښنا کیفیت لوړول، ترکمنستان هېواد څخه تر کابل پورې د ۵۰۰ کېلوولټ برېښنا لېږد مزي پروژې چارو پرمختګ په اړه تفصیلي ناستې ترسره او یو لړ هوکړې وشوې.



































