د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په افغانستان کې د شري واکسین د سراسري کمپاین په لومړي پړاو کې شاوخوا ۸.۹ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له ۶ میاشتو څخه تر ۱۰ کلونو پورې دي، واکسین شوي. د یاد سازمان په وینا، دغه کمپاین د هېواد په ۱۷ سړو ولایتونو کې پیل شوی و، چې په بریالیتوب سره پای ته رسېدلی. دا کمپاين د افغانستان د ملي معافيت د پراختیا پروګرام په همغږۍ ترسره شوی. د روغتيا نړيوال سازمان په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې سرخکان يو له تر ټولو ساري او وژونکو ناروغیو څخه ده، خو د واکسين له لارې د مخنیوي وړ ده.



































