د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ویلي، چې د ایډز، نري رنځ او ملاریا ناروغیو سره د مبارزې نړۍوال صندوق څخه یې په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو روغتیایي اغېزو سره د مبارزې لپاره ۳.۲ میلیونه ډالر ځانګړي کړي. د دې بنسټ په وینا، دغه بودجه به د اقلیمي بدلونونو د روغتیایي اغېزو راکمولو برخه په ځانګړې توګه په اغېزمنو ټولنو او له دې ډلې له داخلي بېځایه شویو او راستنېدونکو سره مرسته وکړي. یاد شوي بنسټ زیاته کړې، چې ټول هېواد کې به ۱.۴ میلیونه کسان له دې بودیجې ګټه واخلي.



































