د فراه ولایت له مرکزي زندانه ۸۴ بندیان خوشې او د ۶۳ نورو د بند موده کمه شوې ده. د دغه ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي چې خوشې شوي زندانیان باید نور د جرمنو له ترسره کولو ډډه وکړي. په ورته وخت کې خوشې شویو زندانیانو ویلي، چې دغه اقدام د دوی د اصلاح او نوي ژوند لپاره یو ښه فرصت دی ترڅو خپلې تېروتنې جبران او سالم ژوند غوره کړي.



































