د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال ویلي، چې هند د افغانستان د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده. نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، دغه مرستې د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته سپارلې دي. دا مرستې د هند د روانو بشري همکاریو یوه برخه بلل شوې ده. یاده دې وي، چې امیرخان متقي تېره اونۍ د رسمي سفر لپاره هند ته تللی.



































