د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د هند د دیوبند له مدرسې د لیدنې پر مهال ویلي، چې د افغانستان او هند اړیکې روښانه راتلونکی لري. نوموړي زیاته کړې، د دیوبند د عالمانو او د سیمې د خلکو له تود هرکلي مننه کوي. متقي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې هغه تېره اونۍ هند ته د رسمي سفر پر مهال د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر جي شنکر سره د متقابل احترام او همکارۍ پر پراختیا هم ټینګار کړی و.



































